خوستیان: اشرف غني مو واک ته رسولی، که مو غوښتنې ونه مني، لرې کولی یې هم شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66941
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-22

د خوست زرګونه اوسېدونکو د یوې لویې غونډې پر مهال خبرداری ورکړ که حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، نو د ملي وحدت حکومت به وننګوي. د خوست قومي مشران وایي، ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غوښتنه د ملي یوالي حکومت د مودې په غځولو سره د افغان ولس پر ارادې ملنډې ووهلې او د حکومت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست. د خوست په ښار کې پرون ددغه ولایت له بیلابیلو ولسوالیو څخه څه باندی درې زره تنه راټول شوي وو، ترڅو د حکومت د مشرانو له لوري د ولس پر ارادې د معاملی او دغه راز د ولسمشر له لوري د خلکو د غوښتنو او د ټاکنو پر مهال له هغو سره د کړو ژمنو نه عملي کیدو پر وړاندی خپل غږ اوچت کړي. په داسی حال کې چې د سیاسی هوکړه لیک له مخې د ملی یوالي حکومت د کار د مودې پای ته له دوو میاشتو لږه موده پاتې ده، د خوست ولایت قومي مشران او د ولسي جرګې غړی همایون همایون وایي، ولسمشر غني د امریکا په غوښتنه د ملي یوالي حکومت د کار د مودی په تمدید سره د خلکو پر ارادې او غوښتنه ملنډې ووهلې. ښاغلي همایون دغه راز وویل چې د ملي يووالي حکومت شاوخوا دوه کاله تېريږي، خو هغه ژمنې چې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست له خلکو سره يې کړې وې، يوه یې هم نه ده عملي شوې. نوموړی وايي، که ولسمشر د دوی غږ وا نه وري، نو له راتلونکو ټاکنو سره د پرېکون تر څنګ به په لويو مظاهرو هم لاس پورې کړي او دولت به وننګوي. همایون زیاتوي: ((خوست پنځه لکه رايه اشرف غني ته ورکړه او په ټوليز ډول لويې پکتيا څه باندې يو ميليون رايه ولسمشر ته ورکړه، خو د خوست د ولسونو دا قرباني یې هغه مهال تر پښو لاندې کړه چې د جان کيري په واسطه يې حکومت رامنځته کړ.)) همايون همدارنګه له ولسمشر محمداشرف غني غوښتنه کړې چې د دغه ولايت د خلکو رايو ته دې سپکاوی نه کوي، که نه لکه څنګه يې چې ارګ ته ورساوه، همداسې يې له ارګه ښکته کولی هم شي. نوموړی زیاتوي: (( ولسونه رايه ورکولی او يو څوک د رايې په واسطه چوکی ته رسولی شي، نو دا هم کولی شي چې د خپل غږ په اوچتولو سره ولسمشر او يا اجرائيه رييس له چوکيو راښکته کړي.)) د خوست اوسیدونکی وایي، د دوی په مرسته په یاد ولایت کې پوره امنیت شته او د پانګونې او پراختیایی پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره ده، خو حکومت ورته هیڅ پام نه دی کړی او په تیرو دوو کلونو کې هېڅ بنسټیزه پروژه ورته منظوره شوې نه ده. د غلام خان لارې ترانزيټ، ملکي هوايي ډګر، د شيخ زايد پوهنتون نړيوال کېدل، پر خپل وخت د برېښنا انتقال، لومړۍ درجې ته د خوست ارتقا او په دولت کې د دغه ولايت د کدرونو استخدام د دوی مهمې غوښتنې دي. مولوي محمد داود وقفي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل: ((ولسمشر محمد اشرف غني چې د خوست د خلکو پر رايو ارګ ته ورسېد او د افغانستان د ټولو ولايتونو په پرتله يې زياته رايه ورکړه، د خوست ولايت هېڅ يوې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی، موږ پر داسې ولسمشر افسوس کوو.)) يوه قومي مشر ډاکټر شېرباز ځدراڼ يادې غونډې ته ويلي چې د ملي يووالي حکومت مشران د دې پر ځای چې د خلکو غوښتنې په نظر کې ونيسي، په خپلو کې سره په چوکيو بد دي. هغه ويلي، که چېرې دوی د خلکو ستونزې نه شي حل کولی، نو له واکه دې لاس پر سر شي او بل چا ته دې وسپاري. شېرباز ځدارڼ زياته کړې: ((د سياسي واک وېشل د ولسمشر لويه غلطي وه او په هېواد کې د ټولو ستونزې اساسي زيږنده هم همدا ده، که چېرې ولسمشر زموږ غوښتنې ونه مني، نو واک دې بل چا ته پرېږدي.)) د غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره دولت ته ګواښ کړی، که چېرې دولت له دې هر څه سره سره بيا هم د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو دوی به له راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړي او په لويو لاريونونو او اعتراضونو به لاس پورې کړي.