خلیلزاد: پاکستان په افغانستان کې د ناخوالو او بې ثباتۍ مور ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66942
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-22

زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان له ترهګرۍ سره مرسته کوي او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي. په عراق او افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ مور ده نه یوازې چې د افغانستان امنیت ګواښي بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته هم ګواښ جوړوي. نوموړي همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د لسیزو روانو ناخوالو او بد مرغیو سرچینه پاکستان دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د پاکستان د کړنو پر وړاندې دې باید پټه خوله پاتې نه شي. هغه ویلي د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه دنده همدا ده چې ترهګر وروزي او افغانستان ته یې صادر کړي. د ده په وینا آی ایس آی د سخت دریځه اسلامپالو ځوانانو له اغوا کولو د خپلو موخو په ترسره کولو کې کار اخلي. ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په امریکا کې هم دا احساس په ډېرېدو دی چې پاکستان ورسره دوه مخې لوبه کوي