په آلمان کې برید کوونکی ایرانی الاصله آلمانی و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66943
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-23

د آلمان په مونیخ ښار کې برید کوونکی ایراني الاصله جرمنی و. تېره شپه یوه وسله وال د مونیخ ښار پر یوه پلورنځي برید وکړ چې ۹ کسه یې ووژل او تر ۲۰ ډير یې ټپیان کړل. د راپورونو له مخې برید کوونکي د زه آلمانی یم چېغې وهلې. د هغه موخه تر اوسه نه ده معلومه خو پولیس وايي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل د برید په اړه بېړنۍ غونډه ور بللې چې نن به تر سره شي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په مونیخ کې د تېرې ورځ برید غندلی دی. نوموړي ویلي آلمان د امریکا تر ټولو نږدې متحد هېواد دی او موږ له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو. راپورونه وايي چې برید کوونکي تر برید وروسته ځان وژلی دی.