کلنټن سناتور کین خپل مرستیال وټاکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66944
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-23

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلرې کلینټن د جمعې په ماښام خپل مرستیال اعلان کړ. میرمن کلینټن د ویرجینا ایالت سناتور ټیم کین د خپل مرستیال په توګه اعلان کړ. کین تر سنا مخکي د ویرجینا د مرکز ریچمانډ ښاروال و او وروسته د ویرجینیا ایالت والي شو. هغه په سنا کې د بهرنیو اړیکو او وسله والو خدماتو په جرګه ګیوو کې غړیتوب لري. ټاکل شوې چې دډموکرات ګوند ملي کنوانیسون به د دوشنبې په ورځ د پنسلوانیا ایالت په فلاډیلفیا ښار کې پیل شي. د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته به هیلري کلنټن په رسمي توګه ددغه ګوند کاندیده اعلان شي.