تښتول شوې هندۍ مېرمن پرون هند ته ستنه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66949
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-24

تښتول شوې هندۍ مېرمن پرون هند ته ستنه شوه. جودیت دیسوزا چې تېره میاشت په کابل کې تښتول شوې وه، وړمه ورځ د تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه. دیسوزا چې په افغانستان کې د آغا خان بنیا سره کار کاوه پرون بېرته هند ته ستنه شوه او له خپلې کورنۍ سره یې ولیدل. د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو ریس فریدون عبیدي وايي چې دیسوزا د جمعې په ورځ د یو لړ ځانګړو عملیاتو پره ترڅ کې پيدا شوه چې وروسته د هند سفارته ته وسپارل شوه. د هند د بهرنیو چارو وزېرې سوشما سوارج له افغان ځواکونو د دیسوزا د ژغورلو له کبله مننه کړې ده.