نړیوالې ټولنې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د تېرې ورځې برید غندلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66950
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-24

نړیوالي ټولنې په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او هغه یې جنګي جنایت په ګوته کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تاداميچی یاماموتو ویلي پر ملکي وګړو برید جنګي جنایت دی او دا ډول جرم هېڅ وخت د بښلو نه دی. نوموړي ویلي چې یاد برید د بشریت د دښمنانو کار دی. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې د افغانانو د وینو تویونکي به پخپلو موخو کې کامیبا نشي او دوی هېڅ وخت د افغانستان او افغانانو استازیتوب نشي کولی. په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم یاد برید غندلی او ویلي یي دي چې هېواد یې د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی. نوموړي زیاته کړې چې پر سوله ییز لاریون برید یو ستر جنایت دی. په کابل کې د شنبې برید پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیسته او زیاته یې کړه چې دا برید د دوی یوه کس د ابو علي په نامه طرحه کړی و.