د المان د بایرن ایالت په انسباخ ښار کې یوه برید ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66957
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-24

د جرمني د بایرن په انسباخ ښار کې یوې چاودنې ۱ کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې چاودنه په هغه رستورانت کې شوې چې د موسیقۍ د یوه فیستیوال ځای ته نږدې و. په یاد فیستیوال کې۲۵۰۰ کسان راټول شوي وو. د موسیقۍ دغه فیستیوال هر کال تر سره کېږي خو آلماني چارواکو ویلي دي چې دوی د فیستیوال د لغوه کولو هوډ لري. د برید اصلي علت تر اوسه نه ده معلوم خو د انسباخ ښاروال کاردا سیدل ویلي چې دوی په دې اړه څېړنې کوي. بلخوا داسې راپورونو هم شته چې په برید کې وژل شوی کس ښايي بریدګر وي. په تېرو څو ورځو کې دا په آلمان کې څوم برید دی چې مرګ ژوبله اړوي.