د هلمند جګړې ته ۱۲۰۰ نوي سرتېري لېږل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66962
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-25

د هلمند ولایت جګړې ته یو زرو دوه سوه تازه دمي سرتیري واستول شول. دغه یو زر دوه سوه تنه د ملي اردو پوځیان تیره ورځ له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته له ۲۱۵ میوند قول فارغ او د جګړې ډګر ته واستول شول. د هلمند جګړې ته د تازه فارغو شویو او بې تجربې سرتیرو استول په داسې حال کې دي چې له دوه میاشتو راپدیخوا څو ځلې دغه ولایت ته اضافي ځواکونه استول شوي خو په وضعیت کې یې بدلون نه دی راوستی. په ورته وخت کې ویل کېږي چې په هلمند کې امریکايي ځواکونو هم خپل نظامي فعالیت پیل کړی دی او یوه اډه یې چې نظامي پروازونه هم ترې ترسره کېږي فعاله شوې ده.