کلیفلنډ: داعش ډله په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66966
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-27

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه وايي داعش ډله دلته له ماتې سره مخ ده. د امریکايي ځواکونو ویاند چارلز کلیفلنډ له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې داعش ‌ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده او په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تر سخت فشار لاندې ده. نوموړي په کابل کې د شنبې برید ته په اشارې ویلي چې دا د داعش ډلې کومه وړتیا نه ده نه بلکې بشري ضد جنایت دی. داعش ډلې د شنبې ورځې برید پړه پر غاړه واخیسته او پرون یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به په میشتو هزارګانو نور بریدونه هم کوي. د داعش یوه ویاند له رویټرز سره په خبرو کې ویلي و، تر هغې چې هزارګان په سوریه کې د داعش په پلوی له جګړې لاس وا نه خلي د دوی له لوري به په نښه کېږي. نوموړي زیاته کړې وه هزارګانو ته په کار ده چې د ایران له غلامۍ لاس واخلي او په سوریه کې د دوی پر وړاندې جګړه و دروي. په کابل کې د شنبې ځانمرګي برید ۸۱ کسه ووژل او ۲۳۴ کسه نور یې ټپیان کړل.