د ولسي جرګې د بشري سرچینو رییس خلیل الله اوریا د ماین په چاودنه کې وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66976
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-29

د ولسي جرګې د بشري سرچینو رییس خلیل الله اوریا له یو بل تن سره د کابل ښار د تېرې ورځې په چاودنه کې وژل شوی دی. یاده چاودنه پرون د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده د میرویس میدان په سیمه کې وشوه. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چاودنې د تایید ترڅنګ وویل، چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی. خو یوې بلې امنیتی سرچینې وویل، په چاودنه کې چې د مقناطیسی ماین له امله شوې، د ولسي جرګې د بشري منابعو رییس خلیل الله اوریا او یوبل تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی. په تېره اونۍ کې دا په کابل کې درېم برید و، چې یویې ځانمرګی او دوه نور یې مقناطیسي ماینونه وو.