د ملي دفاع وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66979
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-31

د ملي فاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرڅیړونکي د دفتر(سیګار) هغه راپور رد کړ، ویلي یې دي افغان حکومت په څلورو مياشتو کې د پینځه سلنه نورې خاورې کنټرول هم له لاسه ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي، چې امنیتي ځواکونو په دې موده کې په بېلابېلو سیمو کې سخت دریځي مات کړي دي. د افغانستان لپاره د امریکا د سرڅېړونکي دفتر یا سیګار په وروستي راپور کې راغلي و چې افغان حکومت پخوا پر ۷۰ سلنه خاوره حاکمیت درلود خو روان کال دا حاکمیت ۶۰ سلنې ته راټيټ شوی دی. په راپور کې عوامل جګړه او له یوه ځایه بل ځای ته د پوستو او امنیتي ځواکونو لېږدول ښودل شوي دي. خو ملي دفاع وزارت د سیګار دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د راپور پر خلاف دوی دتيرو کلونو په پرتله ډيرې سیمې له وسله والو نېولې دي.