په بادغیس کې د ځانمرګي برید مخنیوی شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66981
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-31

د ملي امنيت رياست وايي چې موظفينو يې د بادغيس ولايت د مرکز (قلعه نو) په ورزشي لوبغالي کې د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى کړى دى. د ملي امنيت له رياست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ترهګرو پلان درلود ترڅو له يوه ۱۲ کلن ماشوم څخه په استفادې د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې يو ځانمرګی بريد تر سره کړي. خبرپاڼه زياتوي چې د طالبانو د ډلې يوه غړي عبدالعزيز هوډ درلود ترڅو يو کړۍ نښلوونکى(مقناطيسي) ماين چې د قيام الدين په نامه د يوه ۱۲ کلن ماشوم پر بدن يې په ډيرې ځيرکۍ سره ځای پر ځای کړی و د ريموت کنټرول په وسيله د پهلوانۍ د سيالۍ پرمهال د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړي. سرچينه وايي چې له نيکه مرغه دغه ماشوم خپلې موخې ته له رسېدو مخکې د ملی امنيت لوی رياست منسوبينو لخوا له پېژندګلوۍ وروسته ونيول شو