سیګار: د ملا منصر تر مرګ وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66982
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-31

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرڅیړونکي دفتر (سیګار) وايي چې د ملا منصور وژل کېدو د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې سپینې ماڼۍ ته یې سپارلی ویلي دي، په پاکستان کې د ملا منصور وژل کېدو د افغانستان د سولې بهیر له سترو خنډونو سره مخ کړی دی. په یاد راپور کې ویل شوي،امریکا د ملا منصور د وژل کېدو موخه دا ګڼلې وه چې ګواکې هغه د سولې په لار کې خنډ دی خو د هغه له وژل کېدو سره سره بیا هم د سولې په برخه کې پرمختګ نه دی شوی بلکې دا پروسه تر پخوا لا ډيره ټکنۍ او یا ناکامه شوې ده. په راپور کې راغلي چې که د ملا منصور د وژل کېدو دلیل رښتیا هم د سولې د خبرو په موخه و نو بیا خو باید په دې برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شوي وی. په یاد راپور کې راغلي چې د هغه تر وژل کېدو جګړه چټکه شوې او افغان حکومت پر ۵ سلنه نوره خاوره هم خپل حاکمیت له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د حاکمیت خبره رد کړې او ویلي یې دي چې برعکس دوی روان کال له طالبانو ډيرې سیمې نېولې دي.