په میدان وردګو کې شپږ تنه ملکي وګړي تښتول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67118
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-21

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شپږ ملکي وګړي نامعلوم لوري ته تښتول شوي دي. د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دریو هزاره توکمه وګړو له تري تم کېدو وروسته اوس په جلریز ولسوالۍ کې د علي پور په نامه یوه غیرمسول وسله وال قوماندان له لوري شپږ تنه ځایي اوسېدونکي تښتول شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي. د وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي، تښتول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او د تښتونکو له خوا ورته ګواښ شوی چې که د دوی دری تنه نادرکه شوي کسان پیدا نشي، نو هغوی به ووژني. په وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره توکمه وګړو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د حکومت له لوري یو پلاوی ټاکل شوی و، خو تر دا مهاله دغه ستونزه نه ده حل شوې او دواړه لوري یو بل ته ګواښونه کوي