بغلان کې د عطاء نور ۲۰۰ کسان مسلح شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67123
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-22

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال محبوب الله غفاري د عطا محمد نور په ملاتړ ۲۰۰ کسه په دغه ولایت کې مسلح کړي دي. ددغو دوو سوو غیر مسئولو وسله والو قوماندان وایي، چې یاد کسان یې د بغلان له دریو ولسوالیو د محبوب الله په امر راټول او مسلح کړي دي. نوموړی وایې چې یاد کسان د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور په ملاتړ مسلح شوی او د هغه په امر هر ډول مبارزې ته تیار دي. وړاندې هم د هېواد له شمال څخه راپورونه ورکړل شوي، چې عطاء محمد په یو شمېر سیمو کې کسان مسلح کړي، خو عطاء بیا دغه کسان ولسي پاڅون کوونکي بللي دي.