ناټو: هلمند او کندوز به سقوط ونه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67126
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-22

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا د زياتېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي، کندوز او هلمند به هېڅکله هم د طالبانو لاسونو ته ور نشي. د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلس کلفند، ویلي، په هلمند او کندوز کې پوره ځواکونه شته او د وسله والو مخالفينو بريدونو ته ځواب ورکولى شي. نوموړي زياته کړه، لښکرګاه او کندوز به هېڅکله هم وسله وال طالبان ونه نيسي. د هغه په وينا، په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره د غوڅ ملاتړ پوره ځواکونه شته. د غوڅ ملاتړ وياند زياته کړه، طالبان تر ګواښ لاندې دي او له ډېرو اقتصادي او مشرتابه ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه پر سم لوري روان او لاسته راوړنې یې د ستایلو دي.