د امنیتي اورګانونو په لیکو کي د کم عمره ځوانانو پلټنه به جدي پیلیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67173
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-19

د ولسمشر د ځانګړي استازي تورن جنرال حبيب الله احمدزي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته یو  اته کسیز پلاوي تللی تر څو هلته د  افغان دفاعي او امنیتي ځواکونوپه لیکو کې د کم عمره ځوانانو د پلټنې اومخنيوي په موخه د دغه ولایت له والي او د نظامي ځواکونو له مسوولينو او استازيو سره خبري وکړي ،  چې  په پکتیکا کې د شته ملي پولیسو، ملي اردو،  سرحدي او محلي پولیسوپه لیکو کې هغه کم عمر ځوانان پیدا او په ګوته کړي چې عمرونه يې نه اجابوي چې دغه دنده پر مخ يوسي، پلاوي چې په ترکیب کې يې په افغانستان کې د بشري حقونوخپلواک کمیسيون د ماشومانو د څانګې مسولین هم وو، له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکوڅخه دي کم عمره ماشومان لري کړل شي او هغه څوک چې دا ماشومان يې راوستلي وي د جزا د قانون له مخې مجازات کړي.

تر دغه لیدني وروسته د پکتیکا والي ښاغلي الیاس وحدت په پکتیکا کې د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته دنده وسپارلې چې د یوې اونۍ په اوږدو کې په خپلو لیکو کې د کم عمره ماشومانو پلټنه وکړي  او راپور ئې ژر تر ژره ولایت مقام ته وسپاري