د خوست ولس د سولی له روان بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67186
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-21

دخوست ولسونو  د سولې نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې  د سولې له روان بهیرڅخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ
د چهارشنبې په ورځ دخوست په مېلمستون ودانۍ کې د سولې نړیواله ورځې په لمانځغونډه کې دخوست چارواکو،مشرانو،دیني عالمانو او د سیاسي ګوندونو استازو په یوه غږ د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د روغې جوړې له پروسې څخه په ټينګه ملاتړ اعلان کړ او په مرکزي حکومت یې غږ وکړ چې هرڅومره چې ژر کیږي دغه پروسه دې بشپړه  او  د نورو مخالفو وسله والو ډلو سره دې هم دپخلاینې دویم پړاو پيل کړي .