مودي، پاکستان د ترهګرۍ په لېږد تورن کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67205
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-09-25

د هند صدر اعظم نریندرا مودي، پاکستان د ترهګرۍ په لېږد تورن کړ.مودی وویل، پاکستان هڅه کوي چې اسیا د ترورېزم په لېږد بې ثباته کړي. ده زیاته کړه چې په نړیواله سطحه به د پاکستان په منزوي کولو کار وکړي. مودي په خپلو پرونیو ټلویزیوني خبرو کې وویل؛ د پاکستان کړنې هند، بنګله‌دیش او افغانستان اثر اچوي. نوی ډیلي وایي، د سیپټمبر په اتلسمه، کشمیر کې په یوې هندي قرارګاه باندې برید د پاکستان کارو. په هغه برید کې اتلس هندي سرتیري ووژل سول.