کاپیسا کې د کورنۍ شخړې په ترڅ کې درې کسان وژل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67256
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-05

امنیتي چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د یوې کورنۍ د غړو تر منځ شخړه رامنځته سوې او په ترڅ کې یې درې کسان وژل سوي دي. د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني رسنیو ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د اله ساى ولسوالۍ د شاهروخېلو په سيمه کې رامنځته سوې وه. سرچينې زياته کړې، په ياده سيمه کې د يوې کورنۍ د غړو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله درې کسان وژل سوي دي. اميني وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. د حميدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي رسنیو ته وويل چې دا جګړه د تره د زامنو تر منځ رامنځته سوې وه. هغه زياته کړه چې نښته د شخصي خصومت او کورنيو ستونزو له امله رامنځته سوې چې په کې له يو لوري دوه ځوانان او يو بل درېيمګړى وژل سوى دى. د نوموړي په وينا، هغه چا چې د دوى تر منځ منځګړيتوب کاوو هغه څو مياشتې مخکې واده کړى و او کله چې يې تره خبر سوى، هغه هم سکته کړې او مړ سوى دى.