خپلواک:شاولي کوټ او میانشین ولسوالو کي ۲۰ تنودولت ضد وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67258
راپور احمدلله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-06

د کندهارد والي ویاند صمیم خپلواک وايي د کندهار په شاولي کوټ او میانیشن ولسواليو کي د دولت ضد وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې دده په وینا په ریګستان او ښوراوک ولسوالیو کي پر امنیتی پوستو بریدونه سوي او زیاتوي چي د دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يي کره معلومات نه لري. د خپلواک په وینا د دولت ضد وسلوال کوښښ کوي چي د خلګو په منځ کي نفوذ پیدا کي او د تبلیغاتو له لاري خپل شتون وښيي د خپلواک په خبره زیات ملکي تلپات ددوي د ماین چاودني څخه رامنځته کیږي. یاده دي وي چي په دې ورستیو کي وسلوالو طالبانو د هیواد په مختلیفو سمیو کي خپلو حملو ته زور ورکړی خو حکومتي چارواکي وايي چي د دولت وسلوالو مخالفینو پلانون يې شنډ کړي.