د دریو طالب قومندانانو په ګډون ۸۶ وسلوال مخالفین وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67260
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-08


د هلمند چارواکي وائې چي په دغه ولایت کي ئې  په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو هوايي  عملیاتو او مخامخ نښتو کې د دریو طالب قومندانانو په ګډون ۸۶ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

دوی وائې چي  په  تیرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې دغه راز ۱۱ تنه وسلوال ټپیان شوي او دوه تنه یې امنیتي ځواکونو عملیاتو پرمهال ژوندي نیولي دي.

امنیتي ځواکونو نهرسراج ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د طالب قومندان د اوسیدو پر ځای عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې څلور مخالفین وژل شوي او دوه تنه یې امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي او یوه ۸۲ میلي متري توپ مرمۍ، ۶ کلاشینکوفونه، ۳ پیکا، ۲ راکټ انداز، درې موټر سایکلونه او یو کرولا موټر لمنځه وړل شوي دي.

بلخوا طالب ویاند قاری یوسف په یادو سیمو کي جګړه تایدوي خو د تلفاتو خبره نه مني .