د سالار کانال د اساسي جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67277
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-10

 

د سالار کانال ،چې دوه ویشت کیلومتره اوږدوالی لري او د مرکز اسعد اباد نه نیولې تر نرنګ  ولسوالۍ (۱۲۰۰) هکتاره ځمکه خړوبوي د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د نړیوال بانک د (۶۱،۳) ملیونو افغانیو په مټ به یې په دوه کلونو کې د اساسي جوړیدو کار بشپړې شي ،د جوړیدو چارې یې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،امنیه قومندان جمعه ګل همت ،ولایتي شورا مرستیال ،سیندیزې فرعي حوزې ریس او نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پریکولو سره پیل شوې .

په همدې پار په جوړه شوې غونډه کې قومي مشرانو او ادارو مسوولینو د کونړ ولایت مقام د مشرتابه هڅې وستایلې ،چې د ولسونو د لومړیتوبونو پر بنسټ یې د پرمختیایي پروژو راجلبولو ته پاملرنه کړې ،دوي ډاډ څرګند کړو،چې ولسونه به د ټولګټو پروژو په پلې کیدو کې له ولایتي ادارې هیڅ راز همکاري ونه سپموي .

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د سالار کانال د مرکز اسعد اباد او نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکو لپاره یوه حیاطي پروژه وبلله ،چې تر لسو زرو کورنۍ به ترې ګټه واخلي په وینایې پخوا ،چې دې کانال (۱۲۰۰) هکتاره ځمکه خړوبوله تر(۱۳۱۸) هکتارو به لوړه شي ،ښاغلي کلیمزي د نړیوال بانک له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د شرکت په مسوولینو غږ وکړ، چې د ورکړل شوې نقشې سره سم د کانال د جوړیدو چارې پرمخ یوسي .