په کندهار کي د افغان سرې میاشتي اونۍ ولمانځل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67284
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-16

د افغان سرې میاشتي ټولني ځانګړي اونۍ نن په کندهار کي د سرې میاشتي د ریاست د غونډو په تالار کي ولمانځل سو. د غونډي په پیل کي سید اصف هاشمي چي په کندهار کي د افغان سرې میاشتي مشر دی وویل ددوي اداري په بیلابیلو برخو د افغان اولس لپاره خدمتونه کړي دی وايي. کندهار والي مرستیال عبدالعلي شمسي د خبرو په پیل کي د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني د افغان سرې میاشتي د اونۍ د لمانځلو په مناسبت پیغام ولوستل سوه او پیغام کي د زیاتو خبرو ترڅنګ دا هم ویل سوي وه چي غریب اولس نه یواځي ډوډي ته اړتیا بلکي د ښې روغتیا غوښتنه کي هم دي. همداراز د کندهارمرستیال والي په خپلو خبرو کي پر خلګو ږغ وکړ چي د افغان سرې میاشتي د ټولني سره مرسته وکړي. یاده دوي چي د کندهار مرستیال والي ترڅنګ د ځینو نورو ریاستونو ریسانو خپل دمیاشتني تنخواګانو څخه ۵،۱۰ سلنه د افغان سرې میاشتي سره مرسته وکړه