په زابل کې يو خبريال ووژل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67287
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-17

په زابل کې د کندهار ملي راډيو تلويزيون خبريال د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ټکانو وژل سوى دى. دغه مطلب د زابل امنيه قومندان جنرال ميرويس نورزي، رسنیو ته په ډاګه کړ. ده وويل چې پرون له ماښام لمانځه وروسته په شاوخوا شپږو بجو د کلات په رساله کلي د کندهار د ملي راډيو تلويزون پر خبريال يعقوب شرافت ټکان سوي، چې له امله يې نوموړى وژل سوى دى. د هغه په وينا، په دې اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.