ننګرهار کې درې انسان تښتوونکي نیول سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67289
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-18

د ملي امنيت موظفينو په ننګرهار ولايت کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده خلاص او ورسره په تړاو یې درې انسان تښتوونکي نيولي دي. د ننګرهار د ولايت مقام وياند عطاءالله خوګياڼي نن رسنیو ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ياد کسان نيولي دي. هغه زياته کړه چې دوى درې ورځې مخکې يو اته کلن ماشوم د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند له الفت مينې څخه تښتولى و. د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی. د تښتوونکو له بنده د ازاد شوي ماشوم پلار محمد اسحاق د ملي امنيت له مؤظفينو څخه مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په ترڅ کې يې زوی ازاد او روغ رمټ يې ورته وسپاره.