د عراق موصل ښار عملیاتو کې لومړنی امریکایي پوځي ووژل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67305
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-21

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایي؛ له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د عراق د موصل ښار بېرته نیولو په پوځي عملیاتو کې یو امریکایی سرتېری د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل سوي. پنتاګون په یوه ویناپاڼه کې ویلي؛ وژل سوی امریکایی د ماینونو شنډولو متخصص و او له کردي پېشمرګه ځواکونو سره یې همکاري کوله. له ۲۰۱۴ کال راهیسې دا څلورم امریکایي پوځي دی چې د داعش پروړاندې جګړه کې وژل کېږي. د موصل عملیات له دوشنبې ورځې (اکتوبر ۱۷مه) د ۳۰ زرو پېشمرګه او داوطلبه شیعه ځواکونو په ګډون پیل سوي چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې هوایي ملاتړ کوي. اټکل کېږي چې لا هم په دغه ښار کې یو میلیون او ۵۰۰ زره ولسي وګړي په دغه ښار کې دي. امریکایي ځواکونو په تېرو ورځو کې د موصل ښار په څنډو کې د داعش مرکزونه بمبار کړل.