خوګیاڼی: د ننګرهار پیچرګام کې ۵۴ داعشیان وژل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67309
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-21

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش سخت دريځې ډلې، وسله والو طالبانو او پاڅونوالو ترمنځ په جګړه کې د داعش تر پنځوسو زيات غړي وژل سوي دي. د ولايت چارواکي وايي، دغه نښتې له پرون سهار راهيسې په پاس پچير سيمه کې روانې دي. د والي وياند عطاالله خوګیاڼي رسینو ته وويل چې په دې نښته کې ملکيان او وسله وال طالبان هم وژل سوي دي: "هلته داعش وسله وال په دوو سيمو کې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښتو کې ښکېل یول، نن سهار په سيمه کې بې پېلوټه الوتکو هم بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې ۵۴ داعش وسله وال وژل سوي، د داعش په نښتو کې ٤ ولسي کسان وژل سوي او ٤ تنه وسله وال طالبان هم وژل سوي دي." د ننګرهار چارواکي وايي په پاس پچير سيمه کې د داعش ډلې غړو د ملکيانو ١٧ کورونو ته هم اور اچولى دى.