چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمې سرتیري رسیدلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67319
سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-24

امنیتي چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمې سرتیري رسیدلي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې به برخه اخلي. د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار چې ارزګان ولایت تللی نن یې رسنیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتیري په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لېوا قوماندانۍ ته ورکړل شوي دي. نوموړي وویل چې د ملي اردو دغه سرتیري په کندهار ولایت کې تازه له زده کړو فارغ سوي دي. وفادار همدارنګه رسنیو ته وویل چې د تیرې شپې په عملیاتو کې چې د ارزګان په مرکز ترینکوت کې ترسره شول نهه وسله وال وژل سوي او ۱۵نور ټپیان سوي دي.