دفاع وزارت: د امنیتي ځواکونو رهبرۍ کې تر ډېره ستونزې حل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67322
Ahmdullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-24

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې یې تر ډېره ستونزې حل شوي دي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن رسنیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مشکلاتو هواري عملاً د جګړې په ډګر کې پرافغان ځواکونو مثبت اغېز کړی دی. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له کبله اندېښه ښودلې ده. نیکولسن له ان بي سي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې یو عمده لامل په بېلابېلو برخو کې د دوی رهبرۍ ته ورګرځي.