بغلان کې پر یوه کور د هاوان لګېدو ۷ تنه وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67330
Ahmadullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-30

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ اووه غړي وژل سوي او یو نجلۍ ټپي شوې ده. د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري رسنیو ته وویل چې د هاوان دغه مرمرۍ نن د وسله والو مخالفینو له لوري توغول شوی وه. ښاغلی بابري زیاتوي چې په وژل شویو کې یو ښځه څلور ماشومان هم شامل دي او یوه وړه نجلۍ ټپي شوې ده. تراوسه وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.