هلمند کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67353
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-03

 
دهلمند چارواکي وائې چي د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی او څوارلس نور مخالفین وژل شوي دي.

د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د «قهرمیوند» عملیاتو په ترڅ کې اوښتي او د وسلوالو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.

د نهرسراج ولسوالۍ په «کمپرک» سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمین برید کې د طالب قومندان «حاجي نصرت» په شمول ۷ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو سراچه موټر یې ویجاړ شوی دی.

په نهرسراج ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د مخالفینو یو قومندان « ملامحمود» ژوندی نیولی