کابل پریس کلب د خبریال نعمت الله زهیر وژل وغندل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67357
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-11-05

د کابل پریس کلب په نوم د افغان خبریالانو یوه مرکز له ټولو رسنیو غوښتي چې په نا امنو سیمو په ځانګړي ډول په هغو لایتونو کې چې جګړه په کې روانه ده خپل خبریالان د جنګ لومړۍ کرښې ته ونه لېږي. کابل پریس کلب په هلمند کې د اریانا نیوز د خبریال نعمت الله زهیر د وژل کېدو په اړه په خپله اعلامیه کې د دغه افغان خبریال وژنه غندلې ده او ټینګار يې کړی چې په هغو ولایتونو کې چې جګړه په کې روانه ده خبریالان په هیڅ صورت سره خوندي نه دي. د افغان خبریالانو دغه مرکز پر افغان حکومت په ځانګړي ډول پر امنیتي ارګانونو غږ کړی چې رسنیو ته د جګړې د لومړۍ کرښې په اړه معلومات برابر کړي. د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر د جمعې په ورځ د لښکر ښار په څڼده کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې ووژل سو. د روان میلادي کال له پیل راهیسې په هلمند ولایت کې درې خبریالان وژل سوي دي.