خوخپل سر یې تازه خرییلی وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67377
بازمحمد روغوال
دخبریدو نیټه : 2016-11-13

 

یو سړي خپله کورنۍ غوا د خرڅولو لپاره منډیې ته بوولې وه، غوا یې په یوسړي  باندې د یوې میاشتې په شل زره روپیو نسیا خرڅه کړه، سړی کورته  راغی، نو ښځې یې ور څخه پو ښتنه وکړه ، چې سړیه! غوا دې خرڅه کړه ؟ سړي وویل  چې هو د یوې میاشتې نسیا مې  په  یوسړی باندی خرڅه کړه،نو ښځی ورته وویل  چې اې سړیه ! 

غوا اخستونکی پیژنی او که نه ! سړی ورته وویل چې هو ، نو ښځی ورته وویل ،چې نوم  یی څه دی، نو سړی ورته وویل ، په نوم یی  نه پیژنم  خو خپل سر  یی تازه خرییلی  وه ۰نو ښځی ورته  چې سړیه  غرق شو ، نو میړه یی ورته وویل ،چې څنګه غرق شو ښځی؟ ښځی ورته وویل ،چې یوه میاشت پس خو به یی ویښتان په سر  راټو ټکیدلی وی، نو بیا به پیسی د چا څخه اخلی۰