د ساینس اړوند بېلابېل معلومات :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67380
احمد جنید مبارز
دخبریدو نیټه : 2016-11-13


 ۱ : ــ مصريان لومړني خلک وه چي د انسان د وجود او طبابت په باره کښي يې معلومات تر لاسه کړل .
۲ : ــ جوزیف لیستر د خپلي زمانې ډاکټرانو ته پېشنهاد وکړ چي د جراحۍ په وخت کي د جراحي سامان آلات پاک او تعقيم کړي .
۳ : ــ ټول ژوندي موجودات د یوه کيمياوي مرکب څخه چي پرتوپلازم بلل کيږي جوړ سوي دي چي دا مرکب ټول حياتي فعاليتونه اجرا‌ء کوي .
۴ : ــ د نوي پيدا سوي ماشوم زړه په يوه دقیقه کښي (۱۴۰) ځله در زيږي .
۵ : ــ د انسان په بدن کښي (۲۴) پښتۍ دي .
۶ : ــ د انسان د ويني وزن له څلور نيمو تر پنځو کېلو پوري دي .
۷ : ــ مایکروسکوپ په کال ( ۱۶۶۵ ) مېلادي کښي دانګليسي عالم رابرت هوک په واسطه جوړ سو .
۸ : ــ یو صحت مند انسان په دقيقه کي (۱۶) ځله ساه باسي .
۹ : ــ د انسان تر مړيني وروسته د هغه زړه (۲۰) دقیقې ژوندی وي .
۱۰ : ــ د انسان په يوه لاس کي (۳۰) هډوکي دي .
۱۱ : ــ د انسان تر ټولو ستر هډوکي د ورانه هډوکي دي ، چي پېمور نوميږي .
۱۲ : ــ انسان او بيزو یوازني ژوي دي ، چي د زکام په ناروغي اخته کيږي .
۱۳ : ــ حجره بغير له هستې څخه خپل ژوند ته دوام نسي ورکولای .
۱۴ : ــ يو غاښ د دريو برخو څخه جوړ سوي دي :
اول : تاج . دوهم : غاړه . دريم : ريښه .
۱۵ : ــ د انسان وجود په سلو کي (۶۵) اوبه لري .
۱۶ : ــ د انسان وېښتان په کال کي (۱۶) انچه وده کوي .
۱۷ : ــ د انسان نوکان په کال کښي (۵/۲) انچه وده کوي .
۱۸ : ــ زړه د سينې په قفس کي چپې خواته موقعت لري چي د یوې پردې په واسطه چي ( perreardium ) نوميږي پوښل سوي دي .
۱۹ : ــ د انسان ترټولو قوي غړۍ زړه دي .
۲۰ : ــ د زړه ضربان چي د ويني د وتلو او ننوتلو په ذریعه را منځ ته کيږي ، د نبض ( puls ) په واسطه تعين کېدای سي چي په نارمل ډول د زړه ضربان په یوه انسان کښي (۷۲) ځله په یوه دقیقه کي صورت نيسي .

هیله لرو چي زموږ معلومات مو د خوښۍ وړ ګرځي . مننه .
درنښت :