ننګرهار کي د دوو سربندونو د جوړولو تړون لاسليک شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67399
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-16

د ننګرهار والي ګلاب منګل او د PMS موسسې رئيس ناکامورا ترمنځ د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې د درې ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو سربندونو او کانال جوړولو تړون لاسليک شو.

 ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، چې د دغه تړون له مخې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د مرواريد دويم کانال، د جاپان هېواد جايکا موسسې په مالي لګښت او د PMS ادارې لخوا جوړيږي.
نوموړي وويل، چې په دغه تړون کې د يو سربند په ګډون دوه سوه متره غرق شوي بند، يو عمومي کانال، ترسبګاه، پارچاوۍ، د اوبو اخيستونکي ساختمانونو، څلور عشاريه نهه کيلو متره استنادي ديوال، پولچکونو او يو شمېر نورو ساختماني پروژو جوړول شامل دي.
ده وويل، چې له دغه پروژې څخه به د دې ولسوالۍ کچړې، کوټې، تاران او بيلې کليو اته ويشت زره کسان اته سوه پنځوس هکتاره ځمکې خړوبولو لپاره ګټه پورته کړي.

ده دغه راز وويل، چې د دغې پروژې ټولې چارې به د څلورو کالونو په موده کې بشپړې شي او لسګونه ځوانانو ته به پکې دکار زمينه برابره شي