تاسو بريالي شوی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67414
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2016-11-26


تاسو رښتيا هم بريالي شوی ، تاسو د وخت په هر قالب کې ځانونه ځای کړل ، تاسو له خالتو سره لکه موسمونه داسې بدل رابدل شوی ، تاسو اوس په لويو لويو ماڼيو کې تر سترګو کيږی ، تاسو اوس د وخت له زورواکو او ښاغلو سره سلفيانې کاږی ، تاسو اوس تر هر چا ښاغلي او مخترم ياست .

تاسو رښتيا هم بريالي ياست !

تاسو د ځان غوښتنې او شهرت لپاره د هر زورواکې دروازې ټکوی ، تاسو د بې عدالتيو پر وړاندې د هر غږ د خاموش کيدو واله ياست ، تاسو د فاسدو انسانانو د بې ځايه ستاينو معتادين ياست ، تاسو د هېواد او سيمې د بې وزلو د حقونو خوړلو ارمانجن ياست ، تاسو د فساد پر وړاندې د هرې نارې غندونکې ياست او بلاخره تاسو ، تاسو ياست .

تاسو بريالي شوی !

تاسو ددې ټولو ځانګړتياوو په لرلو سره بياهم بريالي شوی ، تاسو د وخت د حاکمانو لخوا د ښاغلو په نومونو ياد شوی ، تاسو ته تر بل هر چا زيات ارزښت درکړل شو ، تاسو بېلا بېلو ځايونو ته وبلل شوی ، تاسو په ستاينليکونو ونازول شوی ، تاسو د بېلا بيلو کړيو هر ناروا غږ ته د شور ورکولو اصلي ادرس معرفي شوی او بلاخره تاسو د يوې سيمې اصلي او رښتينې مسولين وپيژندل شوی .

تاسو ورټل شوی !

تاسو د خپلو بدرنګو او دوه مخو کړنو له امله په ولسونو کې ورټل شوی ، سپک شوی ، ذليله شوی او بلاخره خدای ج ته ټيټ سترګې او شرمنده شوی .

پرورديګاره خدايه !

ما او هغوی ته ددې ولس د رښتيني چوپړ توان راکه ، کنه د دنيا له مخې مو ورک کړه .

پای