ناڅرګندو کسانو په بهسودو ولسوالۍ کې یو ډاکټر شهید کړی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67489
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-26


ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په جمالو سیمه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې نا څرګندو کسانو د یادې ولسوالۍ د دامان سیمې روغتون یو ډاکټر چې ایمل نومیږي،په شهادت رسولی دی .

د معلوماتو له مخې یاد ډاکټر ایمل په کور کې و،چې د نا څرګندو کسانو له لورې ورته د ناروغ د درملنې په موخه ټلیفون شوی او په همدې بهانه یې له کوره تر ویستلو وروسته په شهادت رسولی دی