په کنړ کي د ځنګلونو د وهلو پر سر د چارواکو ناندری په ډیریدو دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67523
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-04

په کنړ کي یو ځل بیا د ځنګلونو وهلو  زور اخستی دی چي زیاته برخه ئې  پاکستان ته قاچاق کیږي  . له څو وروځو راهسي د کنړ د والي او امنیه قومندان ئې  پر دې سره شخړه نده چي دغه قاچاق بند کړل سی بلکې د ددغو چارواکو ترمنځ شخړه ددغه لرګیو چي پاکستان ته لیږدول کیږي  پر هغو بډو ده چي د قاچاقبرانو اخستل کیږي .

هاخو نن د کڼر ولایت مقام په یوه خپره سوې اعلامیه کي  ویلي چي ستونزه حل سوې او د ادارو تر منځ همغږي موجوده ده