کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67525
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-04


د افغانستان د پوهنې وزارت د عربي متحده ایالتونو په مالي مرسته د کابل ښار اړوند د ۱۲ مې ناحیې په احمدشاه بابا سیمه کې د یو باب تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې.

د یاد مرکز نوې ودانۍ، چې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړېږي درسي او اداري ټولګي، لابراتوارونه، د عملي کارونو لپاره ورکشاپونه، ورزشي لوبغالي او درسي وسایل او تجهیزات به ولري. پر دې ودانۍ شاوخوا پنځه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي، د متحده عربي اماراتو د خلیفه بن زاید آلنهیان بنسټ لخوا ورکول کېږي.

ددې انستیتوت له جوړېدو سره به شاوخوا زر تنه زده کوونکو ته د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور او فرهنګ څانګو کې د نیمه لوړو زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.