د اندړ ولسوالي د پوهني مدیر نامعلومو وسلوالو شهید کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67526
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-04

 نن سهار شاوخوا ۶ بجې نامالومو وسله والو کسانو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدیر تازه ګل ننګیالی هغه مهال، چې له جوماته بېرته د کور پر خوا روان و، په ډزو شهید کړ.

شهید تازه ګل ننګیالی د غلام ګل زوی په ۱۳۳۴ کال کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې وزېږېد او په ۱۳۸۵ کال کې یې د سید جمال الدین د ښوونکو د روزنې له مرکز څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.
خدای بښلي ننګیالي لومړی په ۱۳۸۱ کال کې د یاد ولایت په سلطان شهاب الدین لېسه کې د ښوونکي سپېڅلې دنده پیل کړه او له ۱۳۸۶ کال راهیسې یې د اندړو ولسوالۍ د پوهنې د مدیر په توګه دنده پرمخ وړله. شهید تازه ګل د معارف یو ستر خدمتګار و، چې په سختو شرایطو کې یې خپلې سیمې او ولس ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي
 د پوهنې وزارت دغه پیښه په سختو ټکو غنډلې ده