په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه ځنګلونه بیا زرغونیږي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67547
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-16

 

د ننګرهار کرنې او مالدارې ادارې په چوکاټ کې د GEF اداره پلان لري،چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه تخریب شوي ځنګلونه یو ځل بیا تر کرلو وروسته زرغون کړي .

د دغه ادارې له لورې په همدې موخه د دره نور ولسوالۍ ولسونو ته د ځنګلونو د اهمیت په برخه کې روزنې هم ورکړل شوې.

ټاکل شوې یاده مرستندویه اداره د دره نور ولسوالۍ ولسونو سره د نږدې ۱۲ سوه سون توکو د کارونې وسایلو مرسته وکړي،ترڅو د ځنګلونو په ترڅ کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي