د افغانستان د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه د ولسي جرګې له‌خوا د رأیو په اکثریت تصویب شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67548
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-16

ولسي جرګې تر درې ځله رد وروسته  د افغانستان د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه تاید کړه  په دغه بودیجه کي  د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه ۴۲۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۸ ملیارده عادي او پاتې ۱۶۱ ملیارده‌یې پراختیایي بودجه ده.

 د مخکنیو ردسوي  طرحو په پرتله په نوې بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی چي دولسي جرګې لخوا دغه زیاتونه چي ځانګړو ولایاتو ته  د یو شمیر وکیلانو په غوښتنه  زیاتي پیسې ورکولو وو راغلي دي