د ډیسمبر د لسمي نیټې په ویر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67558
نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-01-16

 


د نوی کال یو تت انځور مي ولید ،

ما چي زاړه کال ته ،

په موسکه ژبه ، 

بس مخه ښه ویله . 

       ما مي د زړه په غوږو ،

       د زاړه کال له خولې نه ، 

       دا متل وارویدلو :

       چي « ها بوډا کفن کښ 

       په دعا مه هیروه » .

ما هرکلي د نوي کال ته چي اورلوبه کول ،

هر یو بڅرکي د سترګک په ژبه ،

د زاړه کال نه پیغورونه راوړل .


( یادوونه : د زاړه او نوي کال نه موخه ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال دي . اورلوبه ــ اتشبازي )