نږدې ۶ سوه کارتنه تاریخ تېرې جوس او نور توکې وسوزول شول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67561
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-17

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د تورخم ښاروالۍ،سرحدي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو له لورې نیول شوې ۵۵۰ کارتنو کې تاریخ تېرې جوس نن د مرغومې په ۲۸مه وسوزول شول .

د تورخم ښاروالۍ اداري امر ضیاالرحمن شمس وایي یاد جوس او نور توکې یې د کوزې پښتونخوا څخه جلال اباد ښار ته د را لیږد پر مهال په بېلابېلو وختونو کې نیولي او د کمیسارۍ،ښاروالۍ او امنیت د استازو پر وړاندې یې وسوزول.

نوموړي ډاډ ورکړ،چې په یاد ښارګوټې کې مسؤلین پوره همغږي لري او هڅه کوي د هر ډول غېرې قانوني کړنو مخنیوی وکړي .