په ننګرهار کې د بزګرو لپاره دکرنې او کليوالي بازار موندنې پروژه پيل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67562
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-17

دکرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي: دغه پروژه ، چې په ملي کچه ده او په څلور ديرش ولايتونو کې پلې کېږي، داروپايي ټولنې له لوري ورته سل ميلونه ايرو ورکړل شوي.

درحيمزي په وينا د پروژې موخه دتل پاتې اقتصادي ودې او دکار په مرسته دسوکاله او تل پاتې ټولنې رامنځه ته کول دي.

په هېواد کې دغه ستره پروژه ، چې تر دوه زره نولسم کاله به دوام وکړي،د تطبيق مسؤليت يې G I Z موسسه پرغاړه لري.

د دې پروژې د پېژندنې او پيل مراسمو ته ،چې د يوشمېر ولسواليو دپرمختيايي شوراګانو مسؤلين ، بزګر او سوداګر ور غوښتل شوي وو، ولايت کارپوه محمد صميم کريمزي له کرنې وزارته مننه وکړه، چې ننګرهار ته يې د پروژې د تطبيق په برخه کې لومړيتوب ورکړ.