د لښکرګاه په بشران سيمه کې د وسله والو بريد پر شا وتمبول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67564
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-17


د هلمند ولايت چارواکي وائې چي د لښکرګاه ښار د بشران پر سيمه د وسله والو مخالفينو وسله وال بريد پر شا تمبول شوی او پکې دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده
پېښه وړمه شپه شاوخوا نهه بجې د بشران پر امنيتي کمربند رامنځته شوه، چې د مخامخ نښتې په ترڅ کې د وسلوالو شپږ کسان هم  وژل شوي

ویل کیږي چي لسګونو بریدګرو پر دغه امنیتي کمربند  په سپکو او درنو وسلو سمبال برید کړي

ها خوا د طالبان برید مني خو د خپلو سرتیرو وژل نه مني