ملي امنیت په بلخ کې د وسلوالو دماین جوړونې یومرکز کشف کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67565
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-17


د ملی امنیت دلوی ریاست موظفینو  د یوې اعلامیه په خپرولو خبر   راکړی  چي  ددوی  لخوا د هغه ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې چې د بلخ ولایت  په مربوطاتو کې یې د طالبانود دماین جوړونې پر یومرکز ترسره کړي په زیاته اندازه توکي چې د چسپکی اوله لرې واټن کنترول کیدونکو ماینونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړونه کې ورڅخه ګټه استفاده کیږی کشف اولاسته راوړي دي چې یاد توکي او وسایل په لاندې ډول دي :

-         ۳۹۵  عدده ریموت کنترولونه .
-         ۳۹۵  عدده دریموت کنترول د آنتن ورکوونکي تختونه.
-         ۱۵   عدده  دساعتی ماینونو چمتو شوي تختونه.
-         ۸۰۰  عدده برقی کپسولونه.
-         ۱۸  پایې دکالکس آنتنونه.
-         ۹   پایې دمخابرې ریپیترونه.