جنرال رازق : د کندهار امنيت ډاډمن دى او خلک دي انديښنه نه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67570

دخبریدو نیټه : 2017-01-18

دکندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق وايي د کندهار تر وروستۍ پيښي وروسته په کندهار کي د ناامنۍ انديښني زياتي سوي دي او امنتي ځواکونو په ښار او ولسواليو کي کلک امنتي تدابير نيولي دي . د کندهار امنيه قوماندان له خلکو غواړي چي له ګډو امنتي ځواکونو سره مرسته وکړي ، خو ولايتي شورا بيا تر پيښو وروسته دا ډول امنتي تدابير بې ګټي بولي . په افغان حکومت کي معمول ګرځيدلى دى چي تر خونړيو پيښو وروسته امنتي تدابير ټينګوي او تر پيښي مخکي د امنيت ټينګښت ته توجه نه کوي . د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د کندهار ورځنۍ سره د ځانګړي مرکې پر مهال له خلکو وغوښټل چي د مشکوکو کړنو پر مهال دي د امنتي سرتيرو سره مرسته وکړي او ډاډ يي وړاندي کړ چي د کندهار امنيت باوري دي او دوى دي انديښنه نه کوي . د کندهار اوسيدونکي او ولايتي شورا تر داسي مهمو پيښو وروسته د امنتي ځواکونو جديت بې ګټي بولي او غواړي چي دا ډول امنتي تدابير دي د امنتي ټينګښت دپاره دايمي وي . د کندهار اوسيدونکي له پوليسو غواړي چي د دا ډول پلټنو پر مهال له خلکو سره سم چلند وکړي . کندهار د تيرو پنځو کلنو راهيسي خورا ډاډمن امنيت درلود ، چي وروستۍ پيښي د دې ولايت د امنيت په اړه يو ځل بيا انديښني راپورته کړي دي .