د امریکا په ځینوښارونو تورې توتکۍ (مرغان)نازل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67577
Samoon
دخبریدو نیټه : 2017-01-30

دامریکاپه ځینې ګڼ میشتو ښارونو کې لیدل کیږي چي په ډیر زیات شمیرتور مرغان راپیدا سوي چي اسمان مخ یې نیولی دی چي حیرانونکي حالت یې رامنځ ته کړی . مسلمانانو ته دابابیل انځوریزه خاطرې وریادوي،هغوی هم د ډارحالت احساسوي ،چي خدای مه کړه چي کوم قهرنازلیږي ،هغوی وايي چي صرف تیږي نه ولي نور ډولونه اویرغل ورته دی؟ خوپه ډیرو خپلواکو ټولیزو شبکوکې یوه ویروونکي ویډو خپره سوې دې ویډیوکې لیدل کيږي دامریکاپه مشهورایالت تکزاس باندې دتورمرغانوسیلونه رامات سوي چي فضاء یې ټوله نیولې ،دامرغان خواشنونکی حالت ښيي،کلکې او ویرونکي نارې وهي ،څپې ،څپې کیږي ،کله پورته اوکله بیاپه ځمکه دموټرپه ښیښوپه یوه هجومي ډول راپرېوځي چي همدې حالت ځايي وګړي حیران کړي دي. دانه یواځې په تکزاس ایالت کې دمرغانویرغلیز اوډلیزه بلوا جوړسوې، بلکې دامریکاپه هوستون ښارکې هم ورته د تورو مرغانو ډلیزسیلونه وچي دښاردځینې برخوفضاء یې تکه توره کړې وه. دلته ئې کتلای سئ! https://youtu.be/Opax1Sqw2Mo?t=109